د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار کې د اوړو او وریجو د بوجۍ ګانو پایمانه تر سره شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۳

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي چې د اصنافو رئیس الحاج محمد طالب خپلواک یې ملتیا کوله په مهترلام ښار کې د اوړو او وریجو د بوجۍ ګانو پایمانې تر سره کړې

ملا عباس وویل: د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه مو په مهترلام ښار کې د اصنافو د رئیس په ملتیا د اوړو او وریجو د بوجۍ ګانو وزنونه وکتل، د یو شمیر دوکاندانو د اوړو وزنونه له ټاکلي اندازې یو کیلو او نیم کیلو کم ؤ چې ورته مو سپارښتنه وکړه تر څو خپل وزن برابر کړي

نوموري زیاته کړه، که په راتلونکي کې دوکاندارانو وزن برابر نه کړ دوی به ورسره قانوني چلند وکړي او د یوه میاشت لپاره به یې دوکان مهرلاک کړي

ښاریانو د مهترلام ښاروالۍ او د ناحيي د مدیر ملا عباس ابراهیمي وروستیو فعالیتونه وستایل او وې ویل چې له دې سره په ښار کې اصلاحات راځي

د ویلو ده چې مهترلام ښاروالۍ په ښار کې د ښه نظم تر څنګ د لغمان په مختلفو ساحو کې د بیا رغونې کارونه هم پیل کړې چې ډیری خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده

۱۴۰۲/۱۱/۴

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتو_دفتر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS