د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۰ زره نیالګیو کینولو لړۍ پیل شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۲:۲

مهترلام ښاروالۍ د مهترلام ښار د سمسورتیا په موخه د لس زره نيالګېو کينولو کمپاین پیل کړ

 په یاد کمپاین کې د لغمان مرستیال والي الحاج مولوي اختر محمد مزمل سربیره، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د چاپیریال ساتنې رئیس حاجي احمد شاه ابراهیم، د ښاروالۍ امرینو، مدیرانو، مامورینو او د یو شمیر نورو ادارو رئیسانو، ګذر وکیلانو، کارمندانو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ

مرستیال والي وویل: دا چې د اوسني نظام موخه او هدف وطن ابادول او سمسورول دي، هر څه یې په عمل کې ښودلې او نن مو د وطن د ابادولو یوه بله لړۍ پیل کړه چې د لغمان په ټولو ساحو کې به نیالګي کینول شي

مهترلام ښاروال وویل: د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه د ښاروالۍ له بودیجې سږکال د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو، پارکونو، او ګلدانیو کې لس زره نیالګي کینوي، چې په یادو نیالګیو کې به میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي بوټي شامل وي

 نوموړي زیاته کړه، د تیرکال په پرتله سږکال درې برابره نیالګي کینول کیږي، تیرکال ۳۰۳۲ نیالګي کینول شوي چې ښه پالنه او ساتنه یې شوې ده

 د مهترلام اوسیدونکو او نبات پيژندونکو د ښاروالۍ رياست دغه کړنه وستايله او زیاته یې کړه چې په دې سره به مهترلام ښار نور هم زرغون شي، د اکسیجن تولید به زیات شي، ناروغۍ به کمې شي او چاپیریال به ورسره پاک شي

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې د بیا رغونې کارونه روان دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده

 ۱۴۰۲/۱۱/۲۵

مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتو_دفتر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اخیر سټاپ کې له ویالو راویستل شوي کثافات انتقال او دفن شول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د دویمې ناحیې اړوند اخیر سټاپ سیمه کې د سړک غاړې ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې، چې په ترڅ کې له یادو ویالو راویستل شوي کثافات،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۲:۳۳
Background image

په مهترلام ښار کې د سبزي مارکیټ او مدقق روغتون ترڅنګ ویالې پاکې او کثافات انتقال شول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف مدیریت د دوامداره خدمتونو په لړ کې، د دویمې ناحیې اړوند د سبزي مارکیټ او د مدقق روغتون ترڅنګ د ویالو پاکولو او د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې
دا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۱۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د ادارې د لا همغږۍ، خدماتو د کیفیت لوړونې او د ښار د پرمختیايي چارو د تعقیب په موخه، د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه. . .

BACK TO NEWS