د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د پنځمې ناحیې د قرارګاه په ساحه کې د پاک کارۍ چارې ترسره شوې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۸
خاکروب

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قرارګاه په ساحه کې د خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې فعالیتونو کې هغه سړکونه او لارې جارو او پاکې شوې چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله له خاورو، شګو، کثافاتو او خځلو ډکې شوې وې او د تګ راتګ په برخه کې یې ستونزې راولاړې کړې وې
مامور حیات الله تلوار، چې د یادو فعالیتونو مشري کوي، وایي چې دا یې دریمه ورځ ده  په یادو سیمو کې د پاک کارۍ چارې پر مخ وړي او هڅه کوي چې خلکو ته یو پاک، سالم او معیاري چاپېریال برابر کړي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي په دوامداره ډول د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پاک کارۍ چارې ترسره کوي ترڅو ښاریانو ته روغ او د ژوند وړ چاپېریال رامنځته کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS