د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ امریت سره شریکې کړې
د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې
د یادې سیمې اوسیدونکو په پیل کې مننه وکړه چې ستونزې یې د حل په موخه مخامخ اوریدل کېږي، وروسته یې غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې د ګذر وکیل درې کلنه موده پوره شوې او باید همدغه شخص چې ډیر ایمانداره، مجاهد او امانت دار انسان دی بیرته وټاکل شي ترڅو د سیمې ستونزې له ښاروالۍ مقام سره په وخت شریکې شي
عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي
