د مهترلام ښار د آبادۍ او سمسورتیا په موخه د ښاروال په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۵
اداري مجلس

د مهترلام ښاروالۍ د منظم اداري نظام د پیاوړتیا، د ښاري خدماتو د ښه والي، او د ښار د ستونزو د حل لپاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د ښاروالۍ ټول امرین او مدیران حاضر وو
په دې ناسته کې، په پیل کې امرینو او مدیرانو د تیرې اداري ناستې راپورونه او لاسته راوړنې له ښاروال سره شریکې کړې، او همداراز یو شمېر مهم او نوي موضوعات یې د بحث او تصمیم‌ نیولو لپاره د ښاروالۍ ریاست مقام ته وړاندې کړل
ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ټولو حاضرینو د هڅو، مسؤلیت‌ مننې، او د ښار د خدمت په برخه کې د صادقانه کارونو ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې ښاروالۍ باید لا هم منسجمه، چټکه او د خلکو اړتیاوو ته ځواب ویوونکې اداره وي
همداراز، ښاغلي ښاروال یو شمېر نوي دندې او مسؤلیتونه په مشخص ډول د امرینو او مدیرانو ترمنځ وویشلې، او ټینګار یې وکړ چې د راتلونکې اداري ناستې تر نېټې باید یاد مسؤلیتونه عملي شي او تفصیلي راپورونه ورسره شریک کړل شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۷
Background image

د سرپناه کورونو د جوړونې په اړه د ریاست‌الوزراء د حکم په تړاو انلاین معلومات ورکړل شو

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست له لوري د ریاست‌الوزراء عالي مقام د هغه حکم د تطبیق په موخه، چې د سرپناه کورونو د جوړونې لپاره صادر شوی، د مهترلام ښاروالۍ مسؤلینو ته انلاین معلومات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۴
Background image

د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ امریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې

د یادې سیمې اوسیدونکو په پیل کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې 
 تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې. . .

BACK TO NEWS