د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل
د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او مدیرانو سره د اداري چارو د ښه والي په موخه ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې الحاج مولوي عبدالصمد عمري د ښاروالۍ مسؤلینو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې هر امر، مدیر او مامور دې چارې او مسؤلیتونه د خپلې لایحې او اړوندو اصولو مطابق ترسره کړي، ترڅو په اداري چارو کې شفافیت رامنځته شي او د مراجعینو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي
نوموړي مهترلام ښار د ټولو ګډ کور وباله او له مسؤلینو او کارکوونکو یې وغوښتل، چې د ښار د آبادۍ او زرغونتیا لپاره په یووالي، اخلاص او ژمنتیا کار وکړي
د پلټنې رئیس همداراز څرګنده کړه، چې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست له لوري به د هېواد په ټولو ښاروالیو کې د پلټنې بهیر دوام ولري، ترڅو اداري چارې په شفاف، عادلانه او اصولي ډول ترسره شي
په ورته وخت کې، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د پلټنې رئیس او مل پلاوي ته د راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ښاروالۍ چارې د نافذه اصولو او اداري مقرراتو مطابق پر مخ وړل کېږي
نوموړي په ادارو کې پلټنه د اداري اصلاحاتو، د کاري بهیر د ښه والي لپاره یو مثبت او مهم ګام وباله او د اړوندو اصولو د تطبیق په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ
