په دویمه ناحیه کې د ښاروالۍ د هوټل د ترمیم پروژې داوطلبي وشوه
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند په دویمه ناحیه کې د ښاروالۍ د هوټل د ترمیم چارې ترسره کېږي، چې نن په همدې موخه د یادې پروژې داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبۍ د ولایت مقام د تعین شوې کمیټې په حضور کې د ۶ داوطلبانو ترمنځ وشوه، چې ګټونکی شرکت به د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته اعلان او بیا به ورسره قرارداد لاسلیک شي
