په مهترلام ښار کې د غیرې قانوني دوکانونو د جوړولو مخه ونیول شوه

web_admin
Tue, Jul 01 2025 9:16 AM
د غيرې قانوني کار مخه ونيول شوه

د مهترلام ښار د ښاري نظم د ټینګښت او د عامه ملکیتونو د خونديتوب په موخه، د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه، د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د علاج روغتون ترڅنګ هغه غیرې قانوني دوکانونه تخریب شول، چې یو شخص د ښاروالۍ له اجازې پرته یې جوړول پیل کړي وو
یاد اقدام د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي له لوري تر سره شو، چې د ځایي څارنې پر مهال یې د ښاروالۍ ملکیت کې د شخصي ګټې لپاره د دوکانونو جوړېدو مخه ونیوله او مخکې تر دې چې کار بشپړ شي، غیرې قانوني جوړ شوي دوکانونه تخریب شول
د ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي څرګنده کړه چې ښاروالۍ به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د قانون خلاف د ښاروالۍ په ملکیتونو کې په خپل‌سري ډول ودانیز فعالیتونه تر سره کړي
نوموړي زیاته کړه چې د عامه شتمنیو څخه دفاع د ښاروالۍ مسؤلیت دی، او د ښار نظم او قانون ته درناوی د ټولو ښاریانو دنده ده
د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه له ټولو ښاریانو غواړي چې د ښار د پراختیا، نظم او قانوني اصولو رعایت کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، او له هر ډول غیرې قانوني تصرف څخه ډډه وکړي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS