مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته.

Anonymous (not verified)
Sun, Jul 05 2020 4:57 AM
اخبار

 شنبه (۱۳۹۹/۴/۱۴) د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي په مشرۍ اداري ناسته تر سره شوه.

یاده ناسته د قرانکریم په مبارکو ایاتونو تلاوت سره پیل شوه او د پرانیستې وینا مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله (الکوزي ) وکړه، مهترلام ښاروال د ښاروالۍ د کاري چارو د ښه د مدیریت، تنظیم او په اداره کې یې د ښې همغږۍ په تړاو وینا وکړه.

د مهترلام ښاروالۍ د روانو پروژو د پرمختګ، کمیت او کیفیت په اړوند یې سکتوري امریت ته د کارونو د چټکتیا سپارښتنه وکړه او ترڅنګ یې مالي او اداري امریت ته د کارونو د ښه تنظیم په موخه لازم هدایات ورکړل شو.

مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کی یادونه وکړه: د ښارنظم او په ښار کې د لاس پلورونکو انتقال د سبزي مارکیت ته چې د مهترلام ښار په یوه څنډه کې موقعیت لري او ټول ښاریان ورته په اسانۍ سره رسیدنه کولای شي، په عملي توګه یې د یاد مارکیټ په انتقال تاکید وکړ ترڅو لاسي پلورونکي هلته په مصون او مطمئین ډول ځای پرځای شي او په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي او هم ټول ښاریان ورته لاس رسی ولري.

ورپسې د سکتوري او تخنیکي امر د روانو پروژو په اړه مفصل معلومات ورکړل او د نورو پروژو ترڅنګ یې د سلام ځای پارک د ټولنیزو ستونزو د حل او د کارشروع په برخه کی یی مهترلام ښاروال ته ډاډ ورګړ.

ناسته

وروسته مالي او اداري امریت له لوري د (۱۳۹۹) مالي کال د عوایدو او مصارفو په اړه مجلس ته راپور وړاندې کړل شو، په یاده برخه کې ستونزې مشخصې او بحث پرې وشو او هم د یوې مناسبې حل لارې د موندلو لپاره مالي او اداري امریت ته د جلا مجلس سپارښتنه وشوه.

همدارنګه د څارنې او ارزونې امریت له لوري د (۱۳۹۹) مالي کال د لمړۍ ربعې اړوند د څارنې او ارزونې راپور له مهترلام ښاروال او اداري مجلس سره شریک شو، چی په راپور کی اړوند مدیرانو ته د کارونو د چټکتیا په برخه کې لارښوونې شوي وې، د هغوۍ د لاسته روړنو او هم د ستونزو یادونه شوې وه.

پای کی په پورته موضوعاتو د نظر تبادله وشوه او لازم تصامیم ونیول شو او دعا سره مجلس پای ته ورسیده.

.

#مهترلام ښاروالی

Latest news

Wed, Apr 29 2026 9:48 AM
Background image

د مهترلام ښار د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو  چارې ترسره شو
یاده. . .

Wed, Apr 29 2026 9:45 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او. . .

Tue, Apr 28 2026 10:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

BACK TO NEWS