مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه

web_admin
Sat, Nov 21 2026 8:14 AM
لیدنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کاري بهیر د څارنې او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د ښاروالۍ له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه
د لیدنې پر مهال ښاروال د شعباتو له آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره جلا جلا خبرې وکړې او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ورځنۍ چارې د اصولو او لایحو له مخې په منظم، شفاف او مسؤولانه ډول ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول کارکوونکي باید خپل سپارل شوي مسؤولیتونه په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي او د مراجعینو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي، څو د مراجعینو کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي

Latest news

Sat, Nov 21 2026 9:34 AM
Background image

په دویمه ناحیه کې د ښاروالۍ د هوټل د ترمیم پروژې داوطلبي وشوه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند په دویمه ناحیه کې د ښاروالۍ د هوټل د ترمیم چارې ترسره کېږي، چې نن په همدې موخه د یادې پروژې داوطلبي ترسره شوه
 یاده. . .

Sat, Nov 21 2026 8:18 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵مالي کال د لومړۍ او دوهمې ربعې د ترسره شویو فعالیتونو معلوماتې غونډه ترسره کړه

د ښاري حکومتولۍ له لوري په جوړه شوې غونډه کې مهترلام ښاروالۍ د روان ۱۴۰۵ مالي کال د خپلو کړو فعالیتونو، د لومړۍ او دوهمې ربعې د عوایدو د راټولولو، لګښتونو او د پروژو په تړاو ولسونو ته د. . .

Sat, Nov 21 2026 8:14 AM
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کاري بهیر د څارنې او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د ښاروالۍ له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه
د لیدنې. . .

BACK TO NEWS