مهترلام ښاروالۍ دوه خالي بستونه اعلان ته وسپارل
مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د کار اهل کسانو د ګمارنې په موخه دوه خالي بستونه اعلان ته وسپارل
د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیر عبدالواسع واحدي وایي، چې په دغو بستونو کې یو د اووم (۷) بست د باغبانۍ او بل د اتم (۸) بست د تنظیف عملې پورې اړه لري، چې په شرایطو برابر کسان کولای شي ورته نوم لیکنه وکړي
نوموړی زیاتوي، هر هغه اشخاص چې غواړي یادو بستونو کې نوملینکه وکړي د روانې حمل میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د مهترلام ښاروالۍ کارکوونکو چارو له مدیریت څخه د غوښتنلیک فورمې ترلاسه کولای شي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق ټینګار کوي چې د ګمارنې پروسه به په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي او وړ کسان به د یادو بستونو لپاره وټاکل شي
Publish Date Closing Date Image
Closed/Planned
Closed
Form
