د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د کثافاتو د پاکولو او انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
Tue, Jun 17 2025 9:22 AM
د کثافاتو انتقال

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف مدیریت د دوامدارو هڅو په لړ کې، نن د دویمې ناحیې زیارکښو کارکوونکو د ښاري پاکوالي په هدف خپل پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په یادو فعالیتونو کې د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې ترڅنګ د سړک غاړې غټي کثافت دانۍ، د قومندانۍ درې لارې، دارالمعلمین درې لارې، د مدقیق روغتون شاوخوا کوڅې او د سبزي مارکېټ مخامخ غټي کثافت دانۍ په بشپړ ډول پاکې شوې
د پاکولو پر مهال ټول جامد کثافات د ځانګړو تنظیفي وسایطو له لارې له ښار څخه لرې، ځای ته انتقال او هلته د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول،
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت مسؤلین وایي: یاد فعالیتونه به یې دوامداره وي او د ښار هره ناحیه به د یو معیاري پاکوالي تر چتر لاندې راوستل کېږي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو هڅې ستايي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې له یادو کارکوونکو سره د ښار په پاک او منظم ساتلو کې همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي، ترڅو د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او د اصولو مطابق دفن کړي

Latest news

Sat, Sep 06 2025 10:20 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

Sat, Sep 06 2025 10:15 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

Wed, Sep 03 2025 10:05 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS