د مهترلام نوي ښاروال مجاهد رحمتزي په مشرۍ لومړنۍ اداري ناسته ترسره شوه

Anonymous (not verified)
Thu, Feb 11 2021 5:37 AM
مهترلام ښاروالۍ اداری ناسته

دغه ناسته نن د لوي په (۱۸) نیټه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتو پیل شوه، چې هدف یې د مهترلام ښاروالۍ ریاست له امرینو، مدیرانو او مامورینو سره کاري پیژندنه وه.

په سر کې مهترلام نوي ښاروال ښاغلي مجاهد رحمتزي خپل تعرف وکړ او د ناستي د پيل خبرې وکړې.

مهترلام ښاروال وویل: د ناستې هدف مو په کاري چارو کې د یو بل پیژندنه او خپلو راکړل شویو دندو ته د ژمنتیا اظهار ده، داچې ښاریان له ښاروالۍ سره مستقیمې اړیکي لري، د مهترلام ښاروالۍ پرسونل هم مکلف ده چې په خپلو شعبو کې د مراجعین سره د نیک چلند ترڅنګ، د هغوۍ کارونه پر وخت او زمان خلاص کړي.

ورپسې د مهترلام ښاروالۍ امرینو، مدیرانو او مامورینو په خپل وار سره مهترلام ښاروال ښاغلي رحمتزي ځان ور وپیژنده او خپله کاري برخه یې ورته تشریح کړه.

پای کې د مهترلام ښاروالۍ ټول پرسونل مهترلام ښاروال ته د یو ځل بیا مبارکۍ ترڅنګ ژمنه او ډاډ ورکړ چې په ټول چارو کې به ګړندي ګامونه اخلي او ورسپارل شوي دندې به پر وخت ترسره کوي

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

www.mehterlam.gov.af

 

Latest news

Sat, Sep 06 2025 10:20 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

Sat, Sep 06 2025 10:15 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

Wed, Sep 03 2025 10:05 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS