د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د فعالیتونو دوام؛ د ښار یو شمېر ویالې پاکې شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د ښاري پاکوالي او د اوبو د بهیر د عادي ساتلو په موخه، نن د ښار یو شمېر هغه ویالې پاکې کړې چې د کثافاتو د راټولېدو له امله ډکې شوې وې
یاده چاره د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت ترچتر لاندې د تنظیف مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه چې له ویالو څخه خټې، خځلې او کثافات راویستل شول او د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځید
د یادونې وړ ده چې شپه او ورځ د مهترلام ښاروالۍ زیارکښ کارکوونکي د ښار پاکوالي او نظم لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي، ترڅو ښاریانو ته یو پاک او منظم چاپېریال برابر شي
