د پنځمې ناحيي ګذر وکیلانو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۷:۳۰
ګذر وکيلان

د مهترلام ښار اړوند د پنځمې ناحيي اړوند د مختلفو ګذرونو وکیلانو خپل د ګذرونو ستونزې د ښاري حکومتولۍ له آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې

ګذر وکیلانو په پیل کې د مهترلام ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل او د ښار د نظم، پاکوالي او خدماتو د ښه والي په برخه کې یې د ښاروالۍ هڅې مثبتې وبللې او ترڅنګ یې د خپلو اړوندو ګذرونو یو شمېر شته ستونزې د حل په موخه د ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې، ترڅو ورته پر وخت او اساسي رسېدنه وشي

د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ټولو ګذر وکیلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او وې ویل چې د ښاروالۍ دروازه د ټولو اوسیدونکو پرمخ خلاصه ده او ټول خلک کولای شي چې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي

د مجلس په پای کې د ښاري حکومتولۍ آمر ټولو ګذر وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسیدنه کوي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS