د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پاک چاپېریال ساتنې کمېټې ته وسایل ورکړل شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۵:۲۰
کمېټه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د کمېټو د ملاتړ لپاره د ښاروالۍ له لوري اړین وسایل ورکول کېږي ترڅو د کمېټې غړي په اسانۍ سره خپل فعالیتونه ترسره کړي

په همدې لړ کې نن د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري د روښان عالي لېسې له کمېټې څخه لیدنه وکړه او د کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یې یو شمېر وسایل چې پکې یوه لاسي کراچۍ، دوه بیلچې، دوه ښاخۍ، ۳۰۰ ماسکونه، د تنظیف واسکټونه او پنځه جوړې دستکشې شاملې وې د یادې لېسې مدیر مبشیر امیري ته وسپارلې، ترڅو د کمېټې غړي ترې ګټه واخلي

ښاري حکومتولۍ آمر د کمېټې له غړو وغوښتل، چې د ښوونځي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د ښار پاکوالي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي

د روښان عالي لېسې مدیر ښاغلي مبشیر امیري د ښاروالۍ یاد اقدام وستایه او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه یې مننه وکړه چې د یادو کمېټو څارنه کوي او اسانتیاوې ورته برابروي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۹
Background image

د حاجیانو کلي د سرک دویم فاز چارې چې د اجتماعي ستونزو له امله ځنډېدلې وې، نن رسماً پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۱۵ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د دوهمې ناحیې اړوند د حاجیانو کلي د سرک دویم فاز چارې نن پیل شوې

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د مهترلام ښار پارکونو او ګلدانیو ګلانو ته کیمیاوي سره ورکړل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار اړوند پارکونو او ګلدانیو ګلانو، بوټو او نیالګیو ته کیمیاوي سره ورکړل شوه

د زرغونتیا د برخې مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د مهترلام ښاروالۍ دوهمې ناحیې ته نوی اداري مدیر معرفي شو

د چارو ادارې لوی ریاست د ۲۲۸۹ شمېرې حکم پر اساس، مولوي عبدالرحمن مزمل د میر آغا زوی د مهترلام ښاروالۍ د دوهمې ناحیې د اداري مدیر په توګه وټاکل شو او نن رسماً د یادې ادارې مامورینو ته. . .

BACK TO NEWS