د مهترلام ښاروالۍ له لوري د سرک د قیر اچولو چارې پیل شوې

web_admin
Sat, Oct 11 2025 10:28 AM
پروژې څخه ليدنه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لومړۍ ناحیې اړوند د دارالمعلمین په مسیر د سرک د قیر اچولو چارې پیل شوې
د یادې پروژې چارې چې د نجیب لمر ودانیز او سرک جوړونې شرکت له لوري پرمخ روانې دي نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د مسلکي او تخنیکي انجنیرانو په ملتیا له کارونو څخه یې لیدنه وکړه او په اړونده مسؤلینو باندې یې ټینګار وکړ ترڅو کارونه په اساسي او معیاري شکل ترسره کړي
ښاروال وویل، چې دا پروژه د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت تمویل کېږي، چې پکې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۵ مترو په پلنوالي د سرک قیر اچول او د چړایي جوړول شامل دي
نوموړي زیاته کړه، چې د کار چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به پروژه بشپړه او د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شي
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په پلي کولو سره اوس مهال په ورځني ډول نږدې ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS