د مهترلام ښار اړوند د ګمین کلي لپاره ګذر وکیل ټاکل کېږي

web_admin
Sun, May 10 2026 5:23 AM
وکیل ګذر

د مهترلام ښار اړوند د ګمین کلي یو شمېر مشرانو د خپلې سیمې لپاره د ګذر وکیل د ټاکلو په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره ناسته ترسره کړه

د سیمې مشرانو په پیل کې د ښاروالۍ له ریاست مقام څخه مننه وکړه، چې د ګمین کلی یې د ښاروالۍ په چوکاټ کې شامل کړی دی
هغوی غوښتنه وکړه، چې د سیمې د ستونزو پر وخت حل او له ښاروالۍ سره د ښې همغږۍ په موخه دې ورته یو ګذر وکیل وټاکل شي

د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل له مخې به د ټول کلي په رضایت یو خدمتګاره او وړ شخص د ګذر وکیل په توګه وټاکل شي

د یادونې وړ ده، چې د ګمین کلی په روان کال کې د مهترلام ښاروالۍ په چوکاټ کې شامل شوی، چې له دې وروسته به پکې د ملک پر ځای ګذر وکیل فعالیت کوي

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS