په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

web_admin
Wed, Apr 29 2026 9:45 AM
بیرغونه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او نورو مهمو ځایونو کې نصب شول، څو د ښار ښکلا نوره هم زیاته او د ملي ارزښتونو درناوی وشي
د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري وویل، چې دغه چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ ترسره شوې ده
نوموړي زیاته کړه، ښاروالۍ تل هڅه کوي چې د بېرغ د درناوي ترڅنګ د ښار ښکلا ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، څو ښاریانو ته منظم او زړه راښکونکی چاپېریال برابر شي

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د ښار د نظم، زرغونتیا او ښایست لپاره وخت پر وخت ورته فعالیتونه ترسره کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS