په پنځمه ناحیه کې د مستریانو لپاره ځایونه وټاکل شول

web_admin
Wed, Jul 08 2026 10:21 AM
 مستریانو د انتقال

د مهترلام ښار د پراختیا، د ښاري نظم د ټینګښت او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه، مهترلام ښاروالۍ د ښار د مستریانو د انتقال لپاره د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ په ترمینل کې ځانګړي ځایونه مشخص کړل

د یادو ځایونو د ټاکلو بهیر د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي، د عوایدو او محاسبې آمر حاجي محمد زبیر سالار، د پنځمې ناحیې مدیر محمد منیر فاروق، د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک او د مستریانو معاون بشرمل په حضور کې ترسره شو
مهترلام ښاروال د مستریانو معاون ته سپارښتنه وکړه، چې د ښار ټول مستریان راټول او ټاکل شوي ساحې ته انتقال کړي، ترڅو له یوې خوا د ښار پراختیا او ښاري نظم پیاوړی شي او له بلې خوا د ګڼې ګوڼې ستونزه راکمه شي
ښاروال همداراز ټینګار وکړ، چې هر مستري ته به ځانګړی ځای ورکړل شي او له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنه کړل شي، چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې په غیر منظم ډول کاروبار وکړي
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د موټرو بارګینونه هم همدې ساحې ته انتقال شوي او اوس مهال خپل فعالیتونه په منظم او ټاکلي ځای کې ترسره کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS