د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړولې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي وویل، د ولایت مقام او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته، د ده زیات په مسیر او د رحماني چوک ترڅنګ د سرک د تخریب شویو برخو د ترمیم او داغګیرۍ چارې ترسره شوې او یادې ساحې په بشپړه توګه ورغول شوې
نوموړي زیاته کړه، چې مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري زیربناوو د ساتنې په موخه خپلو خدماتي فعالیتونو ته دوام ورکوي او هڅه کوي د ښار په بېلابېلو برخو کې شته ستونزې پر وخت حل کړي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د روان کال په اوږدو کې د ښار د آبادۍ، زرغونتیا او ښاري خدمتونو د پراختیا لپاره بېلابېلې پراختیايي پروژې په پام کې نیولې دي، چې د پلي کېدو ترڅنګ به یې ګڼو ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي
