د لغمان مسوولینو او ولسونو د ملي امنیت شورا سلاکار سره د امنیت سربېره په ګڼو نورو برخو کې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

Anonymous (not verified)
Wed, Jul 22 2020 5:22 AM
اخبار

د سه شنبې په ورځ د سرطان په ۳۱ نېټه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رئیس او د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د لغمان ولایت امنیتي او حکومتدارۍ ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی وو.

اخبار

په دې ناسته کې له مرکزه د راغلو مسوولینو سربېره د لغمان والي رحمت الله يارمل، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، په ملي او ولایتي شورا کې د ولس استازو، د لغمان د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني ټولنو استازو، مېرمنو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

اخبار

لومړی لغمان والي رحمت الله يارمل د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د دې ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه يې سفر کړی.

اخبار

هغه په لومړي سر کې د افغانستان ټولو شهيدانو ته د الله ج له دربار د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.

ښاغلي يارمل وويل لغمان د علم، پوهې او سولې کور دی او زياته يې کړه، چې ولسونو يې تل د خپل نظام او امنيتي ځواکونو څخه کلک ملاتړ کړی.

نوموړى وايې د لغمان امنيت په کابل او ګڼو ولايتونو مستقيم تاثير کوي نو تمه ده هغه اړتياوې چې له مسوولينو سره شريکې شوي په حل کې همکاري ترسره او ورته پاملرنه وشي.

ورپسې د ديني عالمانو په استازولۍ مولوي عبيدالله الکوزي، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي محمد رفېع مموزي، په ولايتي شورا کې د لغمان د خلکو استازې راضيه نيازۍ، قومي مشر حاجي اشرف او د ځوانانو ښوونیز پارلمان غړي حنيف الله شهاب پشه يي په خپل وار خبرې وکړې.

دوی ټولو په خپلو خبرو کې وويل د لغمان ولسونو تل د خپل نظام او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کړی.

نوموړو د ملي امنيت شورا له سلاکار ډاکټر حمدالله محب څخه لغمان ولايت ته د امنيت، انکشاف، پوهنې او محلي حکومتدارۍ د پياوړتيا او په ګڼو نورو برخو کې د ځانګړې پاملرنه غوښتنه وکړه.

ویناوالو د شاهي کانال پروژې د چارو ژر پیل، د الینګار سربېره په ګڼو نورو ولسوالیو کې د سړکونو پخول، لغمان پوهنتون ته د پوهنځیو زیاتول، ولایت ته د دویمې درجې امتیازاتو ورکړه، مهترلام ښار لپاره د پولیسو امنیتي حوزو زیاتوالي او په ګڼو نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

په ورته مهال د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئيس سلامونه او ښې پېرزوينې وړاندې کړې.

هغه وويل خوشحاله دی، چې نن يې د علم، پوهې او فرهنګ کور ته سفر کړی او ځان د لغمان ولسونو په منځ کي ويني.

هغه د لغمان د ولسونو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې تل يې د خپل نظام او حکومت ملاتړ کړی.

ښاغلي محب وويل.: (( د افغانستان نظام مو د دې هېواد ولسونو په قربانيو ساتلی او چمتو يو، چې دا ځل خپله قرباني ورکړو او د موجوده نظام څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړو.))

د ملي امنيت شورا سلاکار وويل لغمان ولايت ته يي د سفر موخه د دې ولايت د امنيتي وضعيت ارزونه او د مسوولينو سره ليدنه وه.

هغه وويل د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو روحيه خورا پياوړې ده او په ښه شکل کولای شي، چې د خپل هېواد، خاورې او ناموس څخه ساتنه وکړي.

نوموړي د لغمان ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د امنيت د برخې ټولو مسايلو ته به په خپله رسيدګي وکړي او پاتې نور به يې د اړونده ارګانونو سره شريک کړي، ترڅو هغوی ورته په وخت سره رسيدګي وکړي.

ښاغلي محب وويل هڅه کوي، چې افغان ملي او دفاعي ځواکونه لا ډېر تجهيز کړي، ترڅو وکړای شي، چې په ښه شکل سره دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

هغه په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور دې افغان وژنه بس کړي او د خپلو هېوادوالو سره يوځای دې باعزته ژوند پيل کړي، کنه پر وړاندې يې هېڅ رحم نه ترسره کېږي او په هر ځای کې، چې وي سخت به وځپل شي.

نوموړي وويل په هېواد کې د مسجدونو، ديني عالمانو او ټولو ولسونو د ډاډمن امنيت او خونديتوب په خاطر به يوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي، ترڅو وکولای شي، چې دوی په ارامۍ کې ژوند وکړي.

هغه لغمان له مېرمنو څخه هم مننه وکړه، چې د خپلو امنيتي ځواکونو څخ ملاتړ کوي او د هېواد د ساتنې او دفاع په موخه خپل اولادونه د دوی ليکو ته لېږي.

نوموړي یو ځل بيا د لغمان درنو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې ټولو غوښتنو، وړانديزونو او ستونزو ته به يې پر وخت رسيدګي وشي.

د غونډې په پای کې د لغمان د والي رحمت الله یارمل او قومي مشرانو له لوري د ملي امنيت سلاکار او ورسره د راغلي پلاوي يو شمېر لوړ پوړيو چارواکو ته د اعزاز لونګۍ ورپسر او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۳۹۹/۴/۳۱

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#LMIC

# مهترلام ښاروالۍ

Latest news

Wed, Aug 20 2025 11:08 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د پنځمې ناحیې د قرارګاه په ساحه کې د پاک کارۍ چارې ترسره شوې

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قرارګاه په ساحه کې د خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې فعالیتونو کې هغه سړکونه او لارې. . .

Mon, Aug 18 2025 10:26 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د کرکټ د لوبغالي مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ اړوند په دریمه ناحیه کې د کرکټ لوبغالي لپاره ځانګړې شوې ځمکه نن د قرارداد په موخه په رسمي ډول په مزایده کې وړاندې شوه

یاده مزایده د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوې کمېټې. . .

Sun, Aug 17 2025 7:11 AM
Background image

په مهترلام کې د پارکونو د منظمولو او خړوبولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د پارکونو، ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې د ځانګړي پلان له مخې په منظم ډول دوام لري، په دې لړ کې د ښار پارکونو ته ځانګړې. . .

BACK TO NEWS