د بازار اضطراري پرمختیايي شوراګانو د ایجاد په موخه د ایزي کار برنامې له مسوولینو سره دمهترلام ښاروالۍ ناسته تر سره شوه.

په همدې موخه له غرمې وړاندې د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحې په مدیریت کې ناسته وشوه په پیل کې د ښاروالۍ په استازولۍ د ناحې مدیرانجینر ذبیح الله حمیدي له ښه راغلاست وروسته وویل: خوښ یم چې مهترلام ښاروالۍ د ایزي کار له برنامې سره په ګډه او همغږۍ په ښار کې د یادو شوراګانو د جوړولو کار پيلوي چې پر اساس يې په مهترلام ښار کې یوویشت (۲۱) د بازار اضطراري پرمختیایي شوراګانې جوړیږي.
ورپسې د ایزي کار برنامې ولایتي مسوول ښاغلي مشعل قیومي زیاته کړه ددې شوراګانو په جوړیدو سره به د ښار د اصنافو هغه ټولګي چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله زیانمن شوي د هغوۍ مالي لاس نیوی وشي چې د مهترلام ښاروالۍ او ایزي کار برنامې د مسوولینو د ګډې همکاري په نتیجه کې دغه افراد لومړی مشخص او وروسته ورسره مالي مرستې ترسره شي .
د یادونې وړ ده چې د ایزي کار برنامه په نورو برخو کې لکه ساختماني او د عام المنفعه پروژو د تطبیق په برخه کې له مهترلام ښاروالۍ سره په ګډه کار کوي چې له مخې به یې په سلهاوو کورنیو ته دغه خدمات وړاندې شي.
د ناستې په پای کې له داوړو لوریو څخه د کارونو د لا چټکتیا په موخه په کاملې همغږۍ تاکید وشو او ناسته په دعايې سره پای ته ورسیده .
په درنښت
مهترلام ښاروالۍ
۱۴۰۰/۳/۲