مهترلام ښار کې د څه کم ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنايي تنویري پایو د ترمیم چارې پیل شوې

web_admin
Thu, Jan 02 2025 9:31 AM
د تنويري پايو افتتاح

د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د لومړۍ او پنځمې ناحیو په مربوطاتو کې د ده مَلخ له پله څخه تر قرارګاه پورې د برېښنايي تنویري پایو د ترمیم چارې پیل شوې

د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د لغمان والي شیخ شېر احمد حقاني ترڅنګ مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د بېلا بیلو ادارو رئیسانو، د مختلفو نواحیو ګذر وکیلانو، ښاریانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو

مهترلام ښاروال وویل، د یادو تنویري پایو د ترمیم چارې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ترسره کېږي، چې په دوو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ شي

همداراز نوموړي وویل، چې په یاده پروژه کې به په ورځني ډول شاوخوا لس کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي

لغمان والي وویل، په لغمان کې د بیارغونې کارونه په منظم شکل په ولسوالیو او مرکز کې روان دي، چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده

د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دې او وايي، چې د تنویري پایو ترمیم سره په یاده ساحه کې د ترافیکي پیښو مخنیوی کېږي، دشپې له خوا رڼایي پیدا کېږي او د تګ راتګ سهولتونه برابریږي

د یادونې وړ ده چې د تیر کال په پرتله سږکال د مهترلام ښاروالۍ د بیارغونې کارونه زیات شوي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS