د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د دارالمعلمین په مسیر د سړک رغنیزې چارې روانې دي

web_admin
Sat, Jun 21 2025 8:17 AM
د سرک کار

د مهترلام ښاروالۍ د بیارغونې پروژو له مخې، د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند دارالمعلمین په مسیر کې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سړک د رغونې چارې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې پیل شوي او دا مهال یې %۱۵ سلنه کارونه بشپړ شوي او پاتې چارې یې د پلان له مخې په منظم شکل جریان لري
د یاد سرک جوړیدل به نه یوازې د سیمې د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي، بلکې د ترافیکي ستونزو او پیښو د مخنیوي په برخه کې به هم مهم رول ولوبوي
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په دغه پروژه کې شاوخوا ۲۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS