د مهترلام ښاروالۍ د لومړي، دویم او دریم پارکونو مزایدې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوی کمېټې په حضور کې د ښاروالۍ د درې پارکونو مزایدې ترسره شوې
لومړي پارک مزایده کې ۷ داوطلبانو برخه اخیستې وه چې خالد د تاج الدین زوی د میاشتې ۳۹ زره افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی شو
دویم پارک مزایده کې ۶ داوطلبانو برخه اخیستې وه چې عبدالله د جان آغا زوی د میاشتې ۴۳ زره ۱۵۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو
د دریم پارک مزایده کې بیا ۶ داوطلبانو ګډون کړی وو چې ساحل د دین محمد زوی د میاشتې ۸۰ زره ۱۰۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره بریالی شو
که هر څوک په یادو مزایدو نیوکه یا هم اعتراض لري کولای شي له همدې نن ۲۰م تاریخ څخه تر ۷ ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري
