د مهترلام ښاروالۍ د مارکیټ د ترمیم داوطلبي ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار اړوند د کلي او پراختیا ریاست ترڅنګ د ښاروالۍ د مارکیټ د ترمیم د پروژې داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د ولایت مقام د ټاکل شوې کمېټې په حضور کې د پنځو داوطلبانو ترمنځ د ښاروالۍ په عوایدو او محاسبې آمریت کې ترسره شوه، چې د داوطلبۍ اسناد به د ارزیابۍ کمېټې له لوري وارزول شي او له ارزونې وروسته به ګټونکی شرکت اعلان او د پروژې د تطبیق په موخه به ورسره قرارداد لاسلیک شي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ سږکال د ښار د پراختیا، آبادۍ او ښاري اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ۱۲ رغنیزې او بیارغونې پروژې په پام کې نیولې دي، چې له ډلې یې د پنځو پروژو عملي چارې پیل شوې او د پاتې پروژو تدارکاتي چارې روانې دي
