په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بیارغونې پروژې پلي شوې

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۵:۴۱
پروژې

د لغمان مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۴ مالي کال په جریان کې له خپلې داخلي بودیجې څخه په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بیارغونې پروژې پلي کړې دي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وایي، یادو پروژو څخه د ۹ پروژو چارې بشپړې شوې او د پاتې درې پروژو کارونه لا هم جریان لري، چې شاوخوا ۸۵ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي

د نوموړی په وینا، دغه پروژې د ښار د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د سرکونو، پلچکونو، پلو لارو، لښتیو، سایه‌بانونو، څاه ګانو، د تیلو پمپ جوړولو، د ښار د سرسبزۍ او د پارکونو د خړوبولو لپاره د حوضونو د جوړولو په برخو کې پلي شوې دي

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو پروژو د تطبیق پر مهال په ورځني ډول شاوخوا ۵۶۶ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه

ښاروال همداراز وویل، چې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د ښاروالۍ له عوایدي سرچینو مارکیټونو، دروازو، جوازونو، غرفو او ښاري خدمتونو څخه ټولټال ۱۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي، چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله پکې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره هم د ښار د آبادۍ او سمسورتیا په موخه ګڼې پروژې په پلان کې لري، چې په پلي کېدو سره به یې خلکو ته د کار کولو نورې زمینې هم برابرې شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۳۹
Background image

د مهترلام ښار ګذر وکیلانو سره د معرفت او همغږۍ ناسته ترسره شوه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري یې ملتیا کوله د ښار د بېلابېلو ګذرونو له وکیلانو سره د معرفت او همغږۍ ناسته ترسره کړه

یاده ناسته د ښاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

د ښار د نظم په موخه ښاري انظباتان خپلو دندو ته وهڅول شول

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښار د نظم او تنظیم په موخه د ښاروالۍ ښاري انظباتان خپلو دندو ته متوجه کړل او ټینګار یې وکړ، چې د ښار نظم او ښاري اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ښار د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د ښار د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

BACK TO NEWS