د مهترلام ښاروالۍ واحد سیستم ( آفمس) مدیریت ته نوی مدیر معرفي شو
د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د ۸۶۰ شمېرې حکم پر بنسټ، ښاغلی فرمان الله د امان الله زوی د آزاد رقابت له لارې د مهترلام ښاروالۍ اړوند د واحد سیستم ( آفمس) مدیریت ته د مدیر په توګه وټاکل شو
د نوموړي د معرفت په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمر حاجي احمد زبیر سالار، او د ښاروالۍ یو شمیر مدیرانو او مامورینو ګډون کړی وو
د عوایدو او محاسبې آمر حاجي احمد زبیر سالار نوي ټاکل شوي مدیر فرمان الله ته د مبارکۍ ترڅنګ د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او همداراز یې له هغه وغوښتل، چې خپلې چارې په صداقت او ژمنتیا ترسره کړي
